فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

No details available



پېښې

په فراه کې بادونو او پروان کې واورې او ږلۍ سخت زيانونه اړولي دي

فراه (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د فراه په ځينو سيمو کې سختو بادونو او د پروان په يو شمېر سيمو کې واروې او ږلۍ مېوې او نور حاصلات  سخت زيانمن کړي دي.د فراه د کرنې ،اوبو لګولو او مالدراۍ رياست د کرنيزو چارو امر انجنير محمدجعفر  پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د غويي له ٧ مې تر وړمې شپې د فراه په مرکز او ځينو ولسواليو کې لګېدلي بادونه دومره سخت و، چې ځينې دېوالونه او يو شمېر ونې يې چپه کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې بادونو د زيانونو معلومولو لپاره د دې ولايت د کرنې رياست څېړنې ښيي، چې دې بادونو په مرکز  او پشت رود، خاکسفېد، بکواه ، بالابلوک، اناردرې، پشت کوه او شيبکو ولسواليو کې زيانونه اړولي دي .

د هغه په وينا، په يادو سيمو کې ٢٠ سلنه مېوې، ٦٠ سلنه کرل شوي سابه او ١٠ سلنه د غلو کښتونه سخت زيانمن شوي او له ګټې اخيستنې يې غورځولي دي .

دى وايي، چې د دې زيانونو ډېره برخه د ولايت په مرکزي سيمو او پشت رود ولسوالۍ کې اوښتې ده .

 د دې ولايت بزګران او باغ لرونکي هم له ور اوښتو زيانونو سرټکوي.

 د فراه د مرکز اړوند د  رج  کلي اوسېدونکى ٤٢ کلن عبدالغفور وايي، چې يادو بادونو  يې د بڼ ٣٠ متره دېوال نړولى او په باغ کې يې  د زردالو ، مڼو ، انارو او انګورو د ونو مېوې په بشپړ ډول له منځه وړې دي .

په فراه کې انار د ګل په حال کې دي ، مڼې او انګور له ګل څخه وتلي او زردالو د پخېدو په حال کې دي .

د دې ولايت د مرکز اړوند د نوبهار د کلي اوسېدونکى حميدالله وايي، په ١٥ جريبه ځمکه کې يې بادرنګ کرلي وو او پر کرلو يې ٥٠ زره افغانۍ لګښت راغلى و، خو سختو بادونو يې د بادرنګو بوټي له حاصل څخه غورځولي دي .

هغه له همدې امله سخت خواشينى دى او وايي چې د همدې کښت له لارې يې د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کولې .

د دې ولايت د پشت رود ولسوالۍ د برنګتوت د سيمې اوسېدونکى عبدالقدوس وايي، چې دى هم د زردالو ، انارو او انګورو باغونه  لري ، خو مېوې يې بادونو له  ګټې اخيستنې غورځولې دي  .

دى وايي، چې د ده په باغ کې د انګورو د شاوخوا ٥٠ تاکونو او ځينو نورو ونو  ډېرى شاخونه بادونو مات کړي دي .

دغه راز د هغه د معلوماتو له مخې، په فراه کې د غنمو د رېبلو وخت دى او د ده د معلوماتو له مخې، په پشت رود کې رېبل شوي غنم باد وړي او هغه غنم يې هم سخت زيانمن کړي ، چې تر اوسه نه دي رېبل شوي .

په فراه کې په ١٣٨٥ کال کې هم په دې موسم کې بادونه لګېدلي وو، خو د اوس په پرتله يې زيانونه کم وو.

په فراه کې د بادونو له امله بزګران زيانمن شوي ، خو په پروان کې د واورې او ږلۍ اورښت خلک سخت زيانمن کړي دي .

په پروان کې چې ډېرې سړې سيمې لري،  تېره اونۍ واوره او ږلۍ واورېده .

د پروان د کرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس عبدالکبير فرزام پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غويي له ٥ مې تر نهمې ، د مرکز چاريکارو په سنجددره ، خلازيي ، اورچي ، لغماني او توپ درې سيمو او بګرم ولسوالۍ کې ږلۍ  او  په شېخ علي ، سرخ پارسا ، کوه صافي ، سالنګ او بګرام ولسواليو کې واوره اورېدلې ده .

دى وايي، چې دې اورښتونو کې په يادو سيمو کې د شاوخوا دوه زره هکتاره باغونو ميوې لکه مڼې، زردالو ، آلو ، شفتالو، بادام او انګور او پر زر هکتاره ځمکه  کرل شوي نور حاصلات لکه غنم ، سابه او نور  په اوسط ډول ٦٠ سلنه له منځه وړي دي .

دى وايي، چې په دې ولايت کې د ځينو ميوو ونو ګل کړى او ځينې ميوې له ګل نه هم وتلې دي ، خو ږلۍ او واورو يې د ډېرو ونو ګل او هم له ګل نه وتلې مېوې له منځه وړې دي .

د اورچې د سيمې اوسېدونکى عبدالرزاق وايي، چې پر دوه جريبه ځمکه يې غنم او پر يو جريب ځمکه يې ډول ، ډول  سابه  کرلي و ،خو ږلۍ ټول له ګټې اخيستنې وغورځول .

دغه راز د سرخ پارسا ولسوالۍ د ترکمن درې اوسېدونکى اميرزاد وايي، چې يو د مڼو ، يو د زردالو او يو د شفتالو باغ لري ، خو واورې يې ګل له منځه وړى دى  .

هغه وويل، چې د دوى په سيمه کې تېره اونۍ شاوخوا ٣٠ سانتي متره واوره اورېدلې ده او د باغونو تر څنګ يې د خلکو کرل شوي غنم  او نور کښتونه  سخت زيانمن کړي دي .

د بګرام ولسوالۍ د قلندرخېلو د کلي اوسېدونکى محمدنسيم وايي، چې ده پر يو جريب ځمکه تور بانجان کرلي و ، خو ږلۍ يې بوټي خراب کړي او له حاصل څخه يې غورځولي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اووه کاله مخکې هم په دې موسم کې د پروان په ځينو سيمو کې واورې او ږلۍ خلکو ته سخت زيانونه اړولي و.


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب